ولې د چين بهرنۍ سوداګرۍ له اټکل څخه پورته پرمختګ موندلی؟
CMG2022/08/10 14:43:33
شريکول:

د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې شمېرنې ښيي چې د روان کال په جولای کې د دې هېواد د صادراتو عمومي ارزښت ۳۳۲ مليارده او ۹۶۰ میليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۸ زيات شوی او له تمې څخه پورته وده یې کړې ده.
 د صادراتو په ډېرېدو سره په همدې مياشت کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مثبت توازن ۱۰۱ ملیارده او ۲۶۰ میليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه رقم  د تاريخ په همدې موده کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د چین د يادې شمېرنې له خپرېدو نه مخکې د رويټرز خبري اژانس د اټکل له مخې په چين کې د همدې مياشتې د صادراتو د زياتوالي انډول به په سلو کې ۱۵ زيات شي او د هغه اقتصادپوه د اټکل له مخې چې د امريکا د بلومبرګ خبري اژانس ورسره مرکه کړې وه، دغه رقم به په سلو کې ۱۴ اعشاريه يو زيات شي. خو د يادې شمېرنې له مخې په جولای کې د چين صادرات په چټکۍ سره زيات شوي دي. د هانکانګ (South China Morning Post )ورځپاڼې په خپله ليکنه کې په دې اړه حيرانتیا ښودلې ده او د امريکا د سي ان بي سي ټلويزيون خبر ورکړی چې د چین صادراتو له اټکل څخه اوچت پرمختګ موندلی دی چې دا به د چين اقتصاد وهڅوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د چین بهرنۍ سوداګرۍ له اټکل څخه پورته پرمختګ موندلی دی. د کرونا وبا د خپرېدو او د بهرني حالت د بې ثباتۍ د ډېرېدو تر منفي اغېزو لاندې د روان کال په اپرېل کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي انډول په سلو کې صفر اعشاريه يو ته رسېدلی، خو دغه رقم له مې څخه تر جولای پورې په چټکۍ سره زيات شوی دی. د عموميت له لحاظه د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس اعشاريه څلور زياتوالی ښيي چې دا د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا او د سوداګريزو پانګونو د کمښت په حال کې يو اسانه کار نه دی. دا هم بيا نړيوالو ته ښکاره کوي چې د نړۍ په صنعتي او برابروونکي ځنځيرونو کې د چين مقام نه بدلېدونکی دی.

په ورته وخت کې د روان کال په لومړيو اوو میاشتو کې له جنوب ختيځې اسيا، اروپايي ټولنې، امريکا او د کوريا جمهوريت سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت تر زياتې اندازې پورې ډېر شوی او د زياتوالي انډول يې په جلا جلا توګه ديارلس اعشاريه دوه، اته اعشاريه نهه، يوولس اعشاريه اته او اته اعشاريه نهه سلنه ډېر شوی دی. له هر شمېر څخه ښکاري چې د چين پرمختګ له نړيوال پرمختګ څخه نه شي جلا کېدای او نړيواله سمسورتيا هم چين ته اړتيا لري.

ولې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ څو څو ځلې له اټکل څخه پورته تللئ؟ لامل يې د دې هېواد د صنعتي او برابروونکي ځنځيرونو له چټک اعاده کېدو سره تړاو لري. له روان کال راهيسې د کرونا وبا د چين په ځينو ځايونو کې بيا خپره شوې، خو د چین حکومت د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د توليدي چارو د بيا پيل لپاره هڅې کړې او له زیانمن شويو تصديو سره يې مرستې کړې چې د عمومي اقتصاد بنسټيز حالت په ثابته توګه ساتل شوی دی.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ له اټکل څخه پورته تللی دی او نړيوالو ته داسې ښيي چې د چين اقتصاد په ثابت ډول روان دی او د ښه کېدو په حال کې دی. که څه هم اوسنی اقتصاد له بې ثباتۍ سره مخ دی، خو بنسټيز حالت چې پټ ځواکونه غښتلي دي او د اوږدې مودې لپاره ښه کېږي، نه دی بدل شوی. د دې ترڅنګ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پراخوالي ټينګه اراده به بدله نه شي او نړيوالو ته د چین د ورخلاصون دروازه لا خلاصه او پراخه شي. د روسيې د ساينس اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او اړيکو د څېړنيز مرکز کارپوه سيرګي لوکنينګ ويلي چې د چین د ورخلاصون پراخوالی نه يوازې د دې هېواد بلکې د نړۍ لپاره ګټور دی او د بهرنيو تصديو او توليداتو لپاره به لازيات فرصتونه برابر کړي.