روسيه: د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ کې وضعيت ډېر سخت شوی
CMG2022/08/10 11:37:40
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اګست په ۸مه نېټه ويلي، چې اوکرايني ځواکونه پر زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ پر له پسې بريدونه کوي، چې له امله يې د دغه برېښنا کوټ په شاوخوا سيمه کې وضعيت ډېر سخت او پيچلی شوی دی.

ماريا زاخاروان ويلي، چې روسيه په ټاکلي وخت کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ته د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ په اړه تازه او منظم مالومات وړاندې کوي او دې ته پام کوي چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ څخه د ليدنې پلان لري. روسيې اړوندې تياريانې نيولې، نو ياد سفر به له ستونزو سره مخ نه شي.

د يو بل خبر له مخې، د اوکراين خبري اژانس د روانې مياشتې په ۹ مه نېټه د دغه هېواد د سمندري بندرونو ادارې په قول خبر ورکړی، چې د اوکراين د غلودانو دهليز تر پرانيستلو وروسته په ۹ ورځو کې ۱۲ بېړۍ، چې ۳۷۰ زره ټنه غلې دانې پکې بار وې، ۷ نورو هېوادونو ته  ليږدول شوي او يوه بله بېړې د غلودانو لپاره د اوکراين چيرنومورسک بندر ته ننوتلې ده.

(مينه)