‌ډونالډ ټرمپ: ”اېف بي ای“ يې کور تالاشي کړی
CMG2022/08/10 13:08:05
شريکول:

د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په اتمه نېټه ويلي، چې د امریکا د فدرالي  څېړنو ادارې ”اېف بي ای“ اجنټانو په فلوريدا ایالت کې د هغه د مارالاګو کور ناڅاپي تالاشي کړی او د ده سندوخچه يې په زور خلاصه کړې ده.
اېف بي ای او د امريکا عدليې وزارت تر اوسه د ټرمپ د يادو خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
امریکایي خبري رسنيو ويلي، چې د دغه هېواد عدليې وزارت اوس د هغو قضيو په څېړنې بوخت دی، چې له ټرمپ سره تړاو لري.
ټرمپ ويلي، چې د ده د کور د تالاشۍ پر مهال هغه نيويارک ښار کې و.