په نړۍ کې د امریکا د لاسوهنو له امله د بشري حقونو ناورینونه
CRI2022/08/10 15:23:52
شريکول:

امريکا ځان د بشري حقونو ساتونکی بولي، خو پوښتنه دا ده، چې دغه هېواد د تېرو شلو کالونو په درشل کې له افغانستان څخه تر عراق او له لیبیا تر سوریې پورې د خلکو بشري حقونه ساتلي او که تر پښو لاندې کړي يې دي؟

سي جي ټي اېن د امریکا د لاسوهنې له امله د بشري حقونو ناورینونو په نوم فلم خپور کړی او د دغه هېواد د بشري حقونو ډېر جنایتونه يې پکې په ډاګه کړي دي.

حقایق د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا په ژبه د بشري حقونو د ساتنې ادعا او د خپلو ګټو په موخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پلمې لټوي، خو په حقیقت کې د تسلط او واک په لټه ده.