امريکا: د عراق د ملي موزيم د خرابېدو په مناسبت بښنه غواړو، خو دا د ازادۍ بيه ده
CRI2022/08/10 15:27:49
شريکول:

د عراق د روانې جګړې په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي موزيم له ۱۷۰ زرو زيات تاريخي اثار غلا شوي، چې نيمايي برخه يې لا هم تری تم دي.

زياتو هېوادونو او سازمانونو د عراق جګړې له پېل مخکې د امريکې حکومت ته خبر ورکړی و، چې د دغه هېواد د ملي موزيم لرغوني اثار له خطر او لوټمارۍ سره مخ دي، خو امريکايي ځواکونو د بغداد تر نيولو وروسته د ځايي ټولنيز نظام د ساتلو لپاره هيڅ افدام ونه کړ او په ترڅ کې يې د عراق د ملي موزيم غميزه رامنځته شوه.

د امريکا د دفاع پخواني وزير ډونالډ رو مسفيلډ د عراق د ملي موزيم د دې غميزې په اړه ويلي، چې (( دا د ازادۍ بيه ده. ازاد خلک د تېروتنو، جنايتونو او بدو چارو د تر سره کولو ازادي لري)).

راځئ!  په نړۍ کې د امريکا د بشري حقونو د زيانونو په نوم مستند فلم وګورئ