امريکا د نړۍ پر ډېرو هېوادونو د پوځي يرغلونو سربېره اقتصادي بنديزونه هم لګولي او د ميليونونو خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي راپور جوړوونکي ادريس جزايري وايي، چې پخوا د سوريانانو د ژوند سويه د لوېديځې اروپا د خلکو د ژوند سويې سره برابره وه، خو اوس په سوريې کې زياتره خلک بې دندې دي او اقتصاد يې کمزوری شوی دی.
په چين کې د سوريې پخواني سفير عماد مصطفی د امريکا بنديزونه غندلي او ويلي يې دي، چې د امريکا بنديزونو د سوريې بېوزلو او کمروزو وګړو ته سخت زيانونه رسولي دي.
راځئ! په نړۍ کې د امريکا د بشري حقونو د زيانونو په نوم مستند فلم وګورئ