ټرمپ د نیویارک ايالت لوی څارنوال ته د شهادت له وړاندې کولو ډډه کړې
CMG2022/08/11 11:31:14
شريکول:

د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په لسمه د نیویارک ایالت د لوی څارنوال دفتر ته د مدني تحقیقاتو لپاره حاضر شوی، خو د پوښتنو له ځوابولو یې ډډه کړې ده.

ټرمپ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هغه د وکيلانو په غوښتنې پرېکړه وکړه، چې د لوی څارنوالی پوښتنې بې ځوابه پرېږدي.

د ټرمپ پر ګروپ تورونه لګيدلي، چې د پورونو د ترلاسه کولو او د مالياتو د معافیت لپاره يې د خپلې شتمنۍ په اړه جعلي مالومات ورکړي دي، خو ډونالډ ټرمپ دا ټول تورونه رد کړي او دا يې د ځان پر ضد يوه دسيسه بللې ده.

د مالوماتو له مخې، د ټرمپ مشر زوی دونالډ ټرومپ او لور يې ایوانکا ټرمپ مخکې د نیویارک ایالت د لويې څارنوالۍ د تحقیقاتو راټولولو کې برخه اخیستې وه او د څارنوال پوښتنو ته يې هم ځوابونه ويلي وو.

(ژباړه: شکريه)