روسیې د اوکراین له لارې هنګري او سلواکیا ته د تیلو صادرات بیا پیل کړل
CMG2022/08/11 10:39:44
شريکول:

روسیې د اګست په ۱۰مه نېټه هنګري او سلواکيا ته د "دوستۍ" پایپ لاین له لارې د تيلو صادرات پيل کړي دي.

رشيه ټوډۍ ((Russia Today)) د اوکرايني چارواکو په قول خبر ورکړی، چې هېواد یې له هنګري او سلواکيا څخه د تيلو ټرانزيټي فیس ترلاسه کړی دی.

 د هنګري د تيلو او ګازو شرکت په همدې ورځ ويلي، چې د روسيې او اوکراين له اړوندو خواوو سره له خبرو اترو وروسته يې کيف ته د "دوستۍ" پایپ لاین ټرانزیټي فیس ورکړی او د دغه پایپ لاین جنوبي برخه بيا کار لوېدلې ده.  

(ژباړه: شکريه)