د چين د ماشينونو او صنعت ټولنې په دې وروستيو کې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د ماشينونو او صنعت چارو ارزښت زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۷ سلنه زيات شوی دی.
مالومات ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د ماشينونو او صنعتي چارو صادارت ۳۴۴ ميليارډه او ۱۲۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰.۴۱ سلنه زياتوالی ښيي.
چين سږ کال د اقتصادي چارو د هڅونې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.
(مينه)