په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۸۴۰۶۵۹۵۲ ته رسېدلی
CMG2022/08/11 11:09:00
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۰مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې د ماسپښين تر ۳ بجو او ۱۰دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۶۶ زره او ۸۲۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۸۴ ميليونه، ۶۵ زره او ۹۵۲ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۰۵۹ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر یې ۶ميليونه، ۴۱۸ زره او ۹۵۸ ته رسېدلی دی.

(مينه)