وانګ یی د تایوان تنګي د وضعیت د نویو تمایلاتو په اړه "۳ محتاط ټکي" وړاندې کړي
CMG2022/08/11 11:45:17
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې وروستيو کې د مغولستان، کوريا جمهوريت او نيپال د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په خبرو کې د تايوان تنګي د حالاتو د ممکنو بدلونونو په اړه د چين دريځ بیا روښانه کړی او د نویو تمایلاتو په اړه يې "۳ محتاط ټکي" وړاندې کړي دي.

 

لومړی، امريکا ممکن د وضعیت د لا خرابیدو لپاره خپل سیمه ایز پوځي قوتونه زیات کړي او د نويو او لا لويو بحرانونو د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

دوهم، د تايوان بېلتون غوښتونکي ښايي له بهرنيو ځواکونو سره په ګډو هڅو د هېواد او ملت د ویشلو پر لارې نور هم ګامونه واخلي.

درېيم، ځيني هېوادونه ښايي واقعيتونه له پامه غورځوي، سیاسي لوبې ترسره کوي او شخصي ګټو پسې لالهانده دي.

دا به له چین سره د اړيکو سیاسي بنسټ کمزوری کړي او داسې هېوادونه به پر ناوړو کړنو د ملګرو ملتونو منشور او د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شوی نړیوال سیسټم ته ډېر زیانونه ورسوي.

 (ژباړه: شکريه)