تېر جولای کې د چین سي پي ایي د تېر کال د همدې مودې په پرتله 2.7 سلنه لوړه شوې
CMG2022/08/11 14:45:20
شريکول:

د چین د شمېرنې ملي ادارې د اګست په ۱۰مه نېټه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې، په تېر جولای کې د چین د مصرفي توکو د بیو شاخص (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله 2.7 سلنه لوړ شوی او دغه شمېر نه یوازې په روان کال کې، بلکې د ۲۰۲۰م کال له اګست راهیسې هم تر ټولو لوړ دی. 

یادې ادارې ویلي، چې په چین کې د توکو او خدماتو کافي عرضې شته او د مصرفي توکو د بیو د ثابتولو کوښښونه روان دي، نو د توکو بیې ښايي د نرمې لوړتیا په حال کې پاتې شي.

 (هیله)