په چین کې د ۵جي شبکې پانګونې له ۴۰۰ میلیارډو یوانو څخه اوښتي دي
CMG2022/08/11 11:26:32
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د ۵جي نړیواله لویه غونډه د اګیست په ۱۰مه نېټه د چین په هاربین ښار کې پرانیستل شوه. په دې غونډه کې مالومات خپاره شول، چې تر اوسه په چین کې د ۵جي شبکې د سټېشنونو شمېر ۱ میلیون، ۸۵۴ زرو ته رسېدلی او د استعمالوونکو شمېر يې له ۴۵۰ ملیونو څخه زیات دی. په چین کې د ۵جي شبکې پانګونې له ۴۰۰ میلیارډو یوانو څخه اوښتي دي. 

۵جي شبکه د صنعت، انرژۍ، طبي چارو، ښوونې او ترانسپورټ په شمول څو ساحو کې رول لوبوي، په تېره بیا د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته انلاین سوداګرۍ ډېر زیات شوي، نو د ۵جي شبکې د پرمختګ لپاره ګټوره زمینه برابره شوې ده. 

شمېره ښيي، چې په چین کې د ۵جي شبکې عمومي پانګونې ۴۰۱ میلیارده، ۶۰۰ میلیونه دي، د ګرځېدې اندازې او د موبایل مخابراتي خدماتو په شمول د ځينو لګښتونو په جعمه کېدو سره د ۵جي شبکې اقتصادي ګټې ۸.۵۶ تریلیارډو یوانو ته رسېدلی، دغه حجم له شاوخوا ۱.۲۲ تریلیارډو ډالرو سره برابر و. (هیله)