د ایران سمندري ځواکونو په سور سمندر کې لوټماران په شا تمبولي
CMG2022/08/11 10:21:23
شريکول:

د ایران سمندري ځواکوانو د اګست په ۱۰مه نېټه ويلي، چې د بېړيو ساتونکې ډلې يې د ۹مې نېټې په شپه په سور سمندر کې هغو لوټمارانو ته ماتې ورکړې، چې غوښتل يې د ايران پر سوداګريزې بېړۍ بريد وکړي.

د ایران ملي ټلویزیون په همدې ورځ د ایران د سمندري ځواکوانو د مرستیال قوماندان مصطفی تاج الدیني په قول خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بيړيو ساتونکې ډلې په سمندر کې د سوداګریزې بېړۍ د مرستې غوښتنې اشاره تر لاسه او سمدستي یې د سمندري لوټمارانو پر وړاندې ځوابي تدبیرونه نیولي دي.

نوموړي ويلي، چې د بيړيو ساتونکې ډلې يې د لوټمارانو پر وړاندې سخته جګړه کړې او لوټمارانو سمندري سيمه پرېښودلې او په تېښته بريالي شوي دي.

  (هیله)