تېر جولای کې د امريکا د مصرفي توکو د بيو شاخص د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۸.۵ سلنه لوړ شوی
CMG2022/08/11 11:16:09
شريکول:

د امريکا د کارګرو وزارت د اګست په لسمه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د روان کال په جولای کې په دغه هېواد کې د مصرفي توکو د بيو شاخص (CPI) د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۸.۵ زيات شوی او په تېرو ۴۰ کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی.

 اړوندې شمېرې ښيي، چې تېر جولای کې د امريکا CPI د زياتوالي انډول د تېر جون په نسبت، چې ۱.۹ سلنې ته رسېدلی و، لږ څه ټيټ شوی دی.  

شنونکي پدې باور دي، که څه هم په امريکا کې د توليداتو د بيو د زياتوالي سرعت د ورو کېدو نښې ورکړي، خو د خوراکي توکو بیې او د کور لګښتونه پکې خورا لوړ دي او انفلاسيون هم پکې سخت شوی دی.

 (ژباړه: شکريه)