چین د زاپورژيا پر اټومي بټۍ د برید په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه
CMG2022/08/12 10:34:16
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اګست په يوولسمه نېټه د اوکراين د اټومي تاسيساتو د خونديتوب په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې چين د اوکراين د اټومي تاسيساتو امنيت ته ډېره پاملرنه کوي او د زاپورژيا پر اټومي بټۍ د برید په اړه ژوره اندیښنه لري.

 

څو ورځې وړاندې په اوکراين کې د زاپورژيا پر اټومۍ بټۍ د بريد راپورونه ورکړل شول.

 

جانګ جون وويل، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د اوکراين د اټومي له څاري ادارې څخه مالومات تر لاسه کړي، چې بريد د اټومي خونديتوب ته مستقيم ګواښ نه دی جوړ کړی او د اټومي وړانګو اندازه تر اوسه هم په عادي کچه کې ده، خو بريد د اټومي تاسیساتو بشپړتیا، خوندیتوب او امنیتي سیستمونو، بریښنا رسونې او د کارکوونکو خوندیتوب ته زیانونه رسولي او نړیوالې ټولنې ته یې " اټومي الارم" غږولی دی.

 

جانګ جون په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د اټومي تاسيساتو په خونديتوب کې هېڅ تېروتنه د منلو نه ده.

 

(ژباړه: شکريه)