د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په يوولسمه نېټه د امريکا د سوداګرۍ وزيرې ګينا ريمونډو د چين پر وړاندې د تعرفو تګلارې د څرګندونو په غبرګون کې وويل، چې سوداګريزه جګړه ګټونکی نه لري او امریکا ته يې خبرداری ورکړ، چې د چين پر اصلي ګټو د تجارت تمه دې نه کوي.
د مالوماتو له مخې، د امریکا د سوداګرۍ وزیرې ګينا ریمونډو له بلومبرګ نيوز سره په يوې مرکې کې ویلي، چې ولسمشر بایډن پر چیني توليداتو د ګمرکي تعرفو د کمولو پر موضوع محتاط غور کوي، خو تایوان ته د نانسي پېلوسي سفر دغه مسئله نوره هم پیچلې کړې ده او بایډن تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
وانګ ون بين د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې پر چيني توليداتو د امريکا لخوا د ګمرکي تعرفو يو اړخيز زياتوالی د امريکا، چين او حتی نړۍ لپاره ګټور نه دی او د واشنګټن له لوري پر چيني توليداتو د اضافي تعرفو لرې کول د امريکا، چین او نړۍ له ګټو سره سمون لري.
(ژباړه: شکريه)