د ((ټپي)) مستند فلم لنډه ويډيو
CMG2022/08/12 15:24:48
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ پښتو څانګې په افغانستان کې د امريکا د جګړې د پای ته رسيدو د لومړۍ کليزې د رارسېدو په درشل کې د ټپي په نوم د پښتو مستند فلم جوړ کړی دی. 

دغه فلم به د اګست په ۱۴مه نېټه د افغانستان د اېس ټي ار نيوز، کابل نيوز، واک، صلح، وطن او ژوندون پر پردو خپور شي.

په دغه فلم کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو يو کال وروسته د دغه هېواد ټولنيز وضعيت ښودل شوی او هم دا پکې په ډاګه شوي، چې د افغانستان شل کلنې جګړې افغانانو ته کوم زيانونه رسولي او څه يې ورته په ميراث پرېښودلي دي. 

راځئ! لومړی د دغه فلم  ځينې برخې وګورئ.