اوس په افغانستان کې د انګورو فصل شروع شوی دی. په افغانستان کې په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې لسګونه ډوله انګور شته. بڼوال وایي، سږ کال یې د انګورو حاصلات ښه وو، خو وروستیو بارانونو یې انګورو ته سخت زیانونه رسولي دي.