د مالاوي ولسمشر: چين د خپل هېواد د پرمختګ تر ټولو مهم همکار دی
CMG2022/08/12 10:07:17
شريکول:

د مالاوي ولسمشر چاکوېرا د اګست په ۱۱مه نېټه ويلي، چې چين د خپل هېواد د پرمختګ تر ټولو مهم همکار دی او د خپلمنځي اړيکو د پياوړتيا لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.

په مالاوي کې د چين نوي سفير لونګ جو په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينې ليلونګوي کې ولسمشر چاکوېرا ته باورليک وسپاره او دواړو خواوو د چين او مالاوي د اړيکو په اړه دوستانه فضا کې خبرې اترې وکړې.

چاکوېرا ويلي، چې چين د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۱۵کالونو په درشل کې له مالاوي څخه ملاتړ کړی او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې يې ورته زمېنې برابرې کړې دي.

چاکوېره زياته کړه، چې د مالاوي حکومت د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او دغه دريځ به یې بدل نه شي.

 (مينه)