د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې وروستيو کې د ختيځې اسيا د همکاريو په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ او له کمبوډيا، بنګلادېش او مغولستان څخه يې ليدنې کړې دي.
نوموړي د چين د شان دونګ په چينګ داو ښار کې د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير پاکجین او د نيپال د بهرنيو چارو له وزير کادګا سره ه کتلي او د اګست په يوولسمه نېټه يې له خبري رسنيو سره مرکه کړې ده.
وانګ يي خبري رسنيو سره د يادې غونډې د لويو لاسته راوړنو په اړه غږیدلی او ويلي يې دي، چې اړوندو خواوو د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د ډيالوګ اړيکو د ۳۰مې کالیزې د يادونې په سرمشريزې کې تر لاسه شوې ګډې نظریې پلې کړي، د خپلمنځي هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د عملي پلان په هکله ګډو نظريو ته رسيدلي او مهم همکاريز ټکي او لوري يې روښانه کړي دي.
د ختيځې اسیا د يادې غونډې ګډونوال په دې اند دي، چې ټول غړي هيوادونه بايد خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ او د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
وانګ يي زياته کړې، چې له تايوان څخه د نانسي پيلوسي ليدنه د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ترينګلتيا سبب ګرځېدلې ده.
نوموړي يادې غونډې او ليدنو کې خپلو سیالانو ته د چين دريځ څرګند کړی او ټولو خواوو يې د دې عادلانه دريځ ملاتړ کړی دی.