د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اګست په ۱۱مه نېټه وویل، چې د چین د بشري حقونو څېړنیزې ټولنې څو ورځې مخکې ((په منځني ختيځ کې پر بشري حقونو د امریکا د تېري جنایتونه)) په عنوان یو راپور خپور کړی او د منځني ختيځ او شاوخوا سیمو د وګړيو پر بشري حقونو د امریکې د تېري درې لوی جنایتونه يې په ډاګه کړي دي.
د امریکا د جنګي ماشینونو او سیاستوالو لاسونه د منځني ختيځ د وګړیو په وينو سره دي او د بشري حقونو هېڅ پروا نه ساتي.
وانګ ون بین د امریکې یاد درې جنايتونه داسې وښودل: لومړی، امريکا په منځني ختيځ او نورو سيمو کې په خپله خوښه جګړې راپارولي او د ځايي وګړیو پر ژوند او حقونو يې تېری کړی دی.
امريکې د عراق، لیبیا، افغانستان او سوریې په شمول ډېرو هېوادونو کې جګړې راپورته کړي او ځايي وګړیو ته يې سختې مرګژوبلې اړولې دي او واشنګټن يې باید مسئولیت پر غاړه واخلي.
دوهم، امریکې د نورو هېوادونو سیاسي نظامونه په زور ړنګ کړي او یا يې یواړخیز بندیزونه پرې لګولي دي او د ځايي خلکو د پرمختګ او روغتیا پر حقونو يې څرګند تېری کړی دی.
درېیم، امریکې د تمدني ټکر د جوړولو له لارې د نورو هېوادونو د خلکو د دیني او مذهبي ازادۍ سپکاوی کړی دی.
(هیله)