چين: امريکا دې په افغانستان کې له خپلو تېروتنو پند واخلي
CMG2022/08/12 19:56:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۲مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې له خپلو تېروتنو دې پند واخلي او د ځپل شويو افغانانو د لا زيانمنېدو د مخنيوي لپاره دې رښتيني ګامونه پورته کړي.

په دې وروستيو کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او ماليې وزيرې جينيټ يلين څخه د نړۍ د اقتصاد او نورو برخو له ۷۰ ډېرو پوهانو په استول شوي ليک کې

د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د دغه هېواد د حکومت اقدام غندلی او ترې غوښتي يې دي چې دغه ټولې پيسې بايد ژر بېرته افغانانو ته ورکړي.

وانګ ون بين د ياد خبر په اړه وويل، په دغه پيغام کې ويل شوي، د امريکا له خوا د افغانستان د کنګل شويو ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو غلا د افغانستان د اقتصادي سقوط سبب ګرځيدلې. د دغې پانګې په اړه د امريکا کړنه ناوړه او غير موجه ده او د افغانستان اقتصاد د بيارغونې بهير ته به سخت زيان ورسوي.