شي جين پينګ د ملکي ټولنو د نظرياتو د تبادلې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/08/12 17:33:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۲مه نېټه د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د عملي کېدو په اړه د ملکي ټولنو د نظرياتو د تبادلې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

ښاغلي شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، پرمختګ د انسانانو هميشنۍ موخه ده او د بېلا بېلو هېوادونو خلک تمه لري، چې د پرمختګ له لارې يې د ښه ژوند هيلې پوره شي. نړيوال اقتصادي پرمختګ د زياتو لاملونو تر اغېزو لاندې دی او تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي کېدو جريان له خنډونو سره مخ دی. که موږ پر باور ټينګار وکړو او د ستونزو او ننګونو پر وړاندې ګډې هڅې وکړو او د کرونا وبا ضد مبارزې او د پرمختګ د هڅولو لپاره لاس يو کړو، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ښه ژوند او د انسانانو ښه راتلونکی به تحقق ومومي.

شي جين پينګ زياته کړه، نړيواله ټولنه بايد د پرمختګ په اړه د ګډو نظريو راغونډولو ته دوام ورکړي او د پرمختګ لپاره دې مناسب نړيوال چاپيريال برابر کړي.