د چېپ او ساينس قانون پخپله امريکايانو ته يو لوی خنډ دی
CMG2022/08/12 14:48:35
شريکول:

 

امريکايان د چېپ او ساينس قانون په هکله چې په دې وروستيو کې ولسمشر جو بايډن لاسليک کړی، ښه ارزونه يې نه کوي. په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې راغلي، چې په دغه قانون کې په ښکاره ډول ټينګ باور ښودل شوی، خو ښايي په راتلونکو څو کلونو کې به اغېزناک تمام نشي. د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د انډيانا پوهنتون د مرستيال پروفيسور دانزمان يوه ليکنه خپره کړې او شک يې ښودلی، چې دغه قانون” قيمتي احمقانه حيلې “ يا د نوښت لپاره اغېزناک کتلست دی.

دغه قانون چې څه باندې زر پاڼې لري، ولې د نورو لخوا ورته د شک په سترگه کتل کېږي؟ ځکه چې د دغه قانون محتويات او مقصد دواړه ښه نه دي. همدارنگه دغه قانون د امريکا د سيالۍ قانون، د نه ختمېدونکې کرښې قانون په شمول د څو قوانينو اسانه بڼه ده او په عمده توګه درې فقره ييز محتويات لري: د سيميکنډکټر صنعت ته به د ۵۲ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه ډالرو پولي ملاتړ برابر کړي، اړوندو تصديو ته د شاو خوا ۲۴ ميليارډه ډالرو په اندازه په ۲۵ سلنې پانګونې  کې د ګمرکي مالياتو لغوه کولو چانس به ورکړي، د مصنوعي ځيرکتيا( AI)، روبوټونو، کوانټم کمپیوټرايز بڼې په شمول د علمي تکنالوژيو په چارو کې شاو خوا ۲۰۰ ميليارډه ډالرو پانګونه به وکړي. امريکا د دغو تګلارو له لارې په دغه هېواد کې د چيپ صنعت فابريکو جوړول جلبوي، څو په امريکا کې د لوړې کچې چيپ توليدي چارې مرکز خپل کړي او د دغه هېواد د علمي تکنالوژيو تسلط برقرار وساتي.

ځينو شنونکو دا د يو صنعت د بيا پرمختګ لپاره د امريکا تر ټولو لويه هڅه بللې. د شمېرنو له مخې، امريکا په ۱۹۹۰م کال کې د ټولې نړۍ د سيميکنډکټر صنعت په توليدي چارو کې ۳۷سلنه خپله کړه او تر ۲۰۲۰م کال پورې ۱۲سلنې ته ټيټ شوی. امريکا په بيړنۍ توګه غواړي دغه حالت بدل کړي. په دغه قانون کې دا هم وړاندې شوي، هغه تصدۍ چې د امريکا مرستې يې تر لاسه کړې، په راتلونکو لسو کلونو کې دې له چين او نورو هغو هېوادونو سره همکارۍ پرې کړي چې امريکا ترې اندېښنه لري. په دغه قانون کې يادې مادې په مستقيمه توګه چين ته ګوتنيونه کړې. همدارنگه دا څرګندوي چې امريکا ډېرې ستراتيژيکې اندېښنې لري.

په دې وروستيو کلونو کې د چين په ګډون ځينو هېوادونو د سيميکنډکټر صنعت په توليدي چارو کې دوامدار پرمختګ کړی چې امريکا ورسره ډېره اندېښمنه شوې ده. په ياد قانون کې د چيپ توليدي تصديو ته اړ شوی، چې يو ټيم غوره کړي، څرنګه چې امريکا غواړي د چين په شمول هېوادونو کې د سيميکنډکټر صنعت  په چارو کې خنډونه جوړ کړي او په دې چارو کې د امريکا مقام پياوړی کړي. دا د ياد قانون د تنفيذ مطلوب لامل دی.

امريکا د ځان پرمختګ حق لري، خو بايد د نورو هېوادونو د پرمختګ د مخنيوي په بدل کې دغه چاره ترسره نشي. همدارنګه دغه قانون د توليدي چارو د پرمختګ له اصولو څخه سرغړونه ده. د چيپ توليدي چارې نړيوال کېدو ته اړتيا لري او يو له بل سره دې همکارۍ وکړي او ګډې ګټې دې تر لاسه کړي. خو د امريکا ځينې چارواکي په دې نظر دي، چې يوازې د چيپ توليدي چارو کې د پانګونې اندازه زياته کړي، نو دغه چارې کنټرولولی شي. په حقيقت کې نور لاملونه هم زيات دي او امريکا په عمومي کچه د سيالۍ تفوق نه لري. د چيپ په نړيوال بازار کې په زرګونو ميليارډه توليدي ارزښت او ګټو په پرتله د امريکا ۵۲ ميليارډه ډالرو مرسته جلبه نه ده. دغه راز د مالي مرستې له لارې د بازار له اصولو څخه سرغړونه ده. سربېره پر دې، په امريکا کې د توليدي چارو د کمزورتيا مسئله د دغه قانون له لارې نه حل کېږي. په ۲۰۱۷م کال کې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ماموريت پيل کړی و او په هغه وخت کې د لوړو علمي تکنالوژيو تصدۍ (فوکسکون) پلان درلود چې د امريکا په اريزونا ايالت کې دLCDتختې جوړولو فابريکه جوړه کړي، خو په ۲۰۲۰م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ تر ناکامېدو پورې دغه فابريکه لا هم نه وه جوړه شوې. ځکه چې امريکا د عصري توليدي چارو د جوړولو او ودې ګټور چاپېريال نه لري، په ځانګړې توګه د امريکا دوو سياسي ګوندونو تل ناسمې سيالۍ کړې او د فدرالي حکومت له ځايي حکومتونو سره همکارۍ نه کوي. نو يوازې په لسګونو ميليارډه ډالرو پيسې هېڅ ګټه نه لري.

امريکا فکر کوي، چې که نور هېوادونه اړوندې تصدۍ او تکنالوژۍ نه لري، د چين په شمول ځينو هېوادونو کې د سيميکنډکټر صنعت د لوړتيا لاره به بنده شي. د بوستون مشورتي شرکت اټکل کوي، چې که واشنګټن چين ته د تکنالوژيو بندولو تګلاره غوره کړي، ښايي په لنډ وخت کې چين ته ستونزې ورسوي. خو د امريکا د سيميکنډکټر صنعت تصديو ته به لا زيات زيانونه ورسوي او دوی به د ټولې نړۍ ۱۸ سلنه بازار او ۳۷سلنه عايدات او د لوړو تکنالوژيو له ۱۵ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې کاري فرصتونه له لاسه ورکړي. سياسي لاسوهنې له بازاري اصولو څخه سخته سرغړونه ده او د تکنالوژيو بنديزونه د پرمختګ د تمايل مراعات نه کوي. امريکا خپل سيال ته خنډونه جوړوي، په ټوله نړۍ کې د چيپ برابرولو په ځنځير کې ماين پټوي، خامخا به ځان زيانمن کړي.