دغه تنکی ځوان وایي پلار یې د مرغانو لپاره قفسونه جوړوي او اوس ده هم د ښوونځي تر څنګ همدې کسب ته مخه کړې ده. د قفسونو تر څنګ دوی رنګارنګ مرغان هم ساتي او پلوري یې. دی وایي له مرغانو سره مینه لري.