د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د اګست په ۱۱مه نېټه ويلي، چې سويډن او فنلنډ اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي او په ناټو کې يې د ګډون لپاره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
نوموړي په همدې ورځ انقره کې يوې غونډې ته ويلي، چې سويډن او فنلنډ په ناټو کې د ګډون لپاره له ترکيې سره تفاهم ليک لاسليک کړی او لړ ژمنې يې کړې دي.
چاووش تمه ښودلې، چې سويډن او فنلنډ خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.
نوموړي د پوښتنې په بڼه ويلي، چې غواړي پوی شي، يادو دواړو هېوادونو تر اوسه يادې ژمنې ولې نه دي پوره کړي؟
د ترکيې، سويډن او فنلنډ استازي به د روانې مياشتې په ۲۶ مه نېټه خپلمنځي تفاهم ليک ته بیا کتنه وکړي.
(مينه)