د فرانسې د جنوب لوېدیځ ګیروند سیمې په ځنګلونو کې سخت اور لګېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، دغه اور د اګست د ۱۱مې نېټې تر ماښام پورې شاوخوا ۷۴۰۰ هکتاره ځنګلونه سوځولي او لسګونه زره کسان يې اړ کړي، چې له سیمې ووځي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اګېست په ۱۱مه پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې په ټول هېواد کې يې له ۱۰ زرو ډېر اور وژونکي د ځنګلونو اورلګېدنې ته ځای پر ځای کړي دي.
د راپورونو له مخې، د فرانسې حکومت د اګېست په ۱۱مه نېټه، د دغه هېواد د جنوب لویدیځ په ۱۹ ولایتونو کې د لوړې تودوخې خبرداری ورکړ او پر خلکو يې غږ وکړ، چې د ځانونو د خونديتوب او د ځنګلونو د اورلګېدنې د مخنيوي لپاره لازم تدبیرونه ونیسي.
(ژباړه: شکريه)