د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېن (CGTN) فکري مرکز او د چين خلکو پوهنتون په دې وروستيو کې يوه نړيواله سروې “عصري چين” د نړۍ د ۵ لويو وچو په ۲۲ هېوادونو کې ترسره کړې ده.
د دغې سروې ۶.۳۱ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې پر نړۍ د امريکا تسلط به دوام ولري.
د دغې سروې ۷۶.۲۳ سلنه ګډونوال بيا په دې اند دي، چې چين به په راتلونکي کې د نړيوال اقتصاد د هڅولو په برخه کې مهم او اصلي رول ولوبوي.
په دغې سروې کې د امريکې، بريتانيې، فرانسې او جرمني په شمول د پرمختللو هېوادونو اوسېدونکي او د برازيل، هند، پاکستان او کينيا په شمول د پرمختيايي هېوادونو اوسېدونکي غږول شوي دي.
د سروې زياترو ګډونوالو په حکومتوالۍ او نړيوال تګ راتګ کې د چين له ارزښتونو او مفکورو سره توافق ښودلی دی.