د مالي حکومت د اګست په لسمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ترهګرو د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د دغه هېواد په شمال ختيځ کې پر يوه پوځي کېمپ بريد کړی، چې له امله يې ۴۲ سرتېري وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
د مالي حکومت چارواکو ويلي، چې سرتيرو یې په ځوابي بريد کې ۳۷ ترهګر هم وژلي دي.
اعلاميه زياتوي، چې ترهګرو د مالي د شمال ختيځ د ټېسټ ښارګوټي پر يوه پوځي کېمپ بريد کړی او جګړې يې څو ساعته دوام درلود.
تر اوسه کومې ډلې د ياد بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې، خو د چارو شنونکي په دې اند دي، چې ښايي داعش دغه بريد ترسره کړی وي.
(ژباړه: شکريه)