د نړۍ څه باندې ۷۰ اقتصادپوهانو او ګڼو نورو شخصیتونو د اګست په ۱۰مه نېټه د امریکا ولسمشر جوبايډن او د مالیې وزیرې جنیټ یلن ته پيغام ليږلی او ترې غوښتي يې دي، چې د افغانستان بانک کنګل شوي ۷ میلیارډه ډالره ازاد کړي.
دغه پيغام د امریکا د اقتصاد او پالیسۍ د څېړنیزې ادارې لخوا ليکل شوی دی.
کارپوهانو په دغه پيغام کې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران او په دغه هېواد کې د امریکا د اړوندو تګلارو د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی پر امریکايي حکومت غږ کړی، چې سمدلاسه اغېزمن تدبیرونه ونیسي او په لومړي ګام کې دې د افغانستان بانک شتمني خوشې کړي.
(هیله)