د اګست ۱۲مه نېټه د ځوانانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو ورځ ولمانځله او چارواکو يې له افغان ځوانانو وغوښتل، چې د هېواد د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره کار وکړي.
دوی په يادې لمانځغونډې کې ژمنه وکړه، چې افغان ځوانانو ته به د کارونو ترڅنګ ګڼ فرصتونه برابر کړي.
زموږ خبريال پرې دغه ويډيويي راپور چمتو کړی دی.