د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د شمالي امريکا د چارو رياست مشر درچييف ويلي، چې هغه نه غواړي له امريکا سره د روسيې د لاخرابو اړيکو وړاندوينه وکړي، خو د امریکا په شمول لوېديځو هېوادونو نړیوال قانون او د ډيپلوماتيکو چارو اصول تر پښو لاندې کړي دي.
د امریکا پارلمان پدې وروستيو کې د يوه قانون پر جوړولو بحث کړی، چې له مخې يې ښايي روسيه له تروريزم څخه د ملاتړ کوونکو هېوادونو په ليست کې اضافه کړي.
ښاغلي درچييف پدې اړه ويلي، چې که ياد قانون نافد شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته به ډېر سخت زيانونه ورسېږي، چې د اړیکو د درجې د راټيټېدو، آن پرېکون سبب وګرځي.