د امريکا عدليې وزارت پر پخواني ولسمشر ډونالد ټرامپ درې تورونه لګولي دي
CMG2022/08/13 11:08:26
شريکول:

د هيل ورځپاڼې او د نيويارک تايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اګست د ۱۲مې نيټې د محکمې ریکارډونه ښيي، چې د امريکا عدليې وزارت پر پخواني ولسمشر ډونالد ټرامپ د جاسوسۍ له قانون څخه د سرغړونې، د عدالت په وړاندې د خنډ اچولو او په غیر قانوني توګه د حکومتي ریکارډونو د ساتلو، درې تورونه لګولي، چې له دې کبله فدرالي قانون اجرائيوي ادارې په فلوريډا ايالت کې د ده د کور د تالاشۍ امر تر لاسه کړی دی.

د امريکا د سي اېن اېن تلویزوني شبکې د اګست د ۱۲مې نيټې د خبر له مخې، ياد امر د اګست په پنځمه نېټه ورکړل شوی، خو د امريکا تحقيقاتي ادارې ايف بي ای د اګست په اتمه نېټه ياده کړنه  ترسره کړه.

 

(غاټول)