د چين بهرنیو چارو وزارت وياند: د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره مو ټينګه اراده نه بدليږي
CMG2022/08/13 10:50:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۲ مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې نړيوال وضعيت هر ډول بدل شي، د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره د چين ټينګه اراده نه بدليږي.

د چين د سوداګرۍ هڅولو ټولنې تازه سروې ښيي، چې په چين کې زیاتره بهرنۍ تصدۍ په دغه هېواد کې د خپل راتلونکي پرمختګ په اړه خوشبينې دي. ښاغلي وانګ ون بين پدې اړه وويل، دغو بهرنيو تصديو ځکه په چين کې د خپل راتلونکي پرمختګ په اړه خوشبيني څرګنده کړې، چې هغوی د چين  پر اقتصاد، لویو بازارونو، صنعتي او اکمالاتي ځنځير باور لري. دغه راز بل لامل يې دا دی، چې چين د ورخلاصون پر لوړې سویې ټينګار کوي، د څو اړخيزې سوداګرۍ له سيستم څخه ملاتړ کوي او بهرنيو پانګوالو ته د قانوني سوداګريز چاپيريال مساعده زمينه برابروي.

وانګ ون بين زیاته کړه، چې هېواد به يې په مداومه توګه خپله دروازه پرانيزي او بهرنيو پانګوالو ته به زياتې زمينې برابرې کړي.