د چين د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۱۲ مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې د ليتوانيا د ترافيک او مخابراتو وزارت پر معين وايچکيوکت بنديزونه اعلان کړل او د ليتوانيا له ياد وزارت سره یې اړيکې او د نړيوالو سړکونو او ترانسپورټ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ بندې کړې دي.
وايچکيوکت پدې وروستيو ورځو کې د يوه پلاوي په مشرۍ د چين تايوان سيمې ته سفر وکړ.
د چین د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي، چې وايچکيوکت د يو چين پېژندنې اصل تر پښو لاندې کړی، د چين په کورنيو چارو کې يې مداخله کړې او د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته يې زيانونه رسولي دي.