په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۸۵۹۵۰۰۸۵ ته رسېدلی دی
CMG2022/08/13 11:11:46
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د اګست تر دوولسمې نيټې پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې یوې ورځې په پرتله ۸۳۱ زره او ۴۴۰ تنه زيات شوی، چې په دې سره يې عمومي شمېر ۵۸۵ ميليونه ۹۵۰ زره او ۸۵ تنو ته رسېدلی دی. دغه راز په همدې مودې کې د دې وبا له کبله د مړينې شمېر ۲۱۱۵ زياتوالی ښيي، چې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه ۴۲۵زره او ۴۲۲ تنو ته رسېدلی دی.

(غاټول)