امريکا د نژادي عدالت د تامین په اړه په ټولو مسئلو کې ناکامه ده
CMG2022/08/14 15:29:17
شريکول:

د نژادي تبعيض له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې د اګست له يوولسمې تر دوولسمې نيټې پورې د امريکا له خوا د هر ډول نژادي تبعيض د له منځه وړلو په اړه د نړيوال تړون پلي کېدل وارزول.

د اګست د دولسمې نيټې په ماښام د بشري چارو يوه امريکايي پوه خبري رسنیو ته د يوه برېښناليک په ليږلو سره ويلي، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په امریکا کې نژادي تبعيض په ګوته کړی دی. له یادې ارزیابۍ  ښکاري چې امريکا د نژادي عدالت په اړه په ټولو مسئلو کې ناکامه شوې ده.

د يادې کمېټې يوه کارپوه په خپلو خبرو کې ويلي،  د دې هېواد د قوانينو او عامه تګلارو د پلي کولو په بهير کې او په عامه او شخصي ارګانونو کې د نژادي تبعيض د شتون له کبله ځينو وګړو په تېره بيا افريقايي الاصله امریکایانو او د هغوی استوګنيزو سيمو د برابرۍ «مساواتو» په برخه کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي. په ورته وخت کې په دې هېواد کې د ډزو پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې چې له امله يې افريقايي الاصله نارينه او بې وزله استوګنيزې سيمې زيانمنې شوې دي.

د يادې کمېټې بل کارپوه ويلي چې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د امريکایي پوليسو د وحشت له کبله د وژل شویو کسانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی. نوموړي د دې ارزیابۍ په جريان کې پوښتنه کړې: «ولې د امريکايي پوليسو وحشت د دوی له خوا د جورج فلويډ تر وژل کېدو وروسته سخت شوی دی؟»

يادې کميټې ته د اړوندو خواوو له خوا وړاندې شوي راپورونه ښيي چې په امريکا کې د لږ کيو پروړاندې جنایتونه مخ په ډېرېدو دي.

د دغې کميټې کارپوهانو هم ويلي چې دوی تل پر امريکا غږ کړی چې د نژادونو ته د سپکاوي ډکو ویناوو د ممنوعيت لپاره قانون جوړ کړي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰ م کال په مارچ کې د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې اسيا الاصله امریکايان له توکميز نفرت سره مخ شوي دي، خو په نيويارک کې يوازې پر اسيا الاصله امريکايانو ۳ سلنه بريدګر محاکمه شوي دي.

د امريکا حکومتي چارواکو په دوه ورځنۍ  ارزيابۍ کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې منلي چې امريکا د نژادي تبعيض په هکله ډېرې نيمګړتياوې لري. د کاليفورنيا د عدليې وزارت چارواکي «دامون بران» په خپله وينا کې ويلي چې کالیفورنیا ګڼ نفوسه ایالت دی او ډېر قومونه پکې اوسېږي، په دغه ایالت کې له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۱ م کال پورې د لږکيو پر ضد د قضيو شمېر په سلو کې ۳۶ زيات شوی دی.

د امريکا د حکومت د روغتيا او عامه خدمتونو چارواکي جيسيکا سوافورد ماصره په خپلو خبرو کې ويلي چې د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې د امريکا په دننه کې له ځينو پېښو څخه ښکاري چې له اوږدې مودې راهيسې پکې نژادي تبعيض شتون لري.

د دې هېواد د پوهنې وزارت چارواکې کسيرين لامين ويلي چې هر کال امريکا په ښوونځيو کې د نژادي تبعيض زرګونه قضيي څېړي او حل کوي يې.

د امريکا د کورونو او ښاري پرمختګ ادارې يو چارواکي ويلي چې د امريکا رنګین پوستان د خونديتوب د تضمين او د کورونو د تر لاسه کولو په برخه کې له سيستماټيکو خنډونو سره مخ دي. د رنګینو او سپينو پوستانو ترمنځ د شتمنۍ توپيرونه د شلمې پيړۍ د شپږمې لسيزې په پرتله هم زيات دي.

د اجندا له مخې به د ملګرو ملتونو د نژادي تبعيض د له منځه وړلو کميټه د اګست په دېرشمه نېټه تر روانې غونډې وروسته د امريکا له خوا د هر ډول نژادي تبعيض د له منځه وړلو د نړيوال تړون د پلي کېدو په هکله نظر څرګند کړي.

د امريکايي اتباعو د ازاد اتحاد  د بشري حقونو مسؤل جامل دکوال خبري رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ويلي چې ګډونوالو د ارزیابۍ په جريان کې ويلي، چې امريکا د نژادي عدالت په اړه د ټولو مسئلو د حل وفصل په برخه کې ناکامه شوې ده. هغه زياته کړې چې په امریکا کې نژادي تبعيض د غلامۍ او استعمار له پاتو شويو مسئلو سره تړاو لري.