کارپوهان: د امریکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتلونو همکارۍ د اټومي وسلو نه خپرولو تړون څخه سرغړونه ده
CMG2022/08/14 11:48:00
شريکول:

په روانه مياشت کې د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون په لسمه څېړنيزه غونډه کې د امریکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتلونو همکارۍ د نړيوالې ټولنې اندېښنې راپارولي دي.

د پاکستان سياسي کارپوه سلطان علي سي اېم جي ته ويلي، امريکا او بريتانيا د دې همکارۍ په پلمه استراليا ته اټومي مواد ليږي چې دغه کړنه يې د اټومي وسلو د نه خپرولو له تړونه سرغړونه ده. که اټومي اوبتلونه استراليا ته ورسیږي، نو د ۲۲ هېوادونو او دوو سمندرونو امنيت به له خطر سره مخ شي. نوموړي زياته کړې، چې د استراليا ګاونډي نوی زيلنډ هم په روښانه توګه له يادې کړنې سره مخالفت څرګند کړی، دغه راز د اندونيزيا، ماليزيا او فليپين په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو هم پدې اړه خپلې اندېښنې ښکاره کړې دي.

په چين کې د اندونيزيا پخواني لوی سفير سودرجاټ ويلي، هېواد يې هيله لري، استراليا د سيمه ييزې سولې او ټکاو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي. که استراليا د يادې همکاريزې پروژې له مخې اته اوبتلونه واخلي، نو د سيمې امنيتي وضعيت به ډېر بدل شي. هغه همدرانګه زياته کړې، نه يوازې اندونيزيا او اسيان، بلکې چين هم د اټومي وسلو د خپرولو له هرې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.