د سوريې خبري اژانس د اګست په ۱۳مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد له شمال ختيځ څخه زياته اندازه نفت، چې په ناقانونه توګه يې اخيستي، عراق ته انتقال کړي دي.
سرچينې ويلي، چې امريکايي پوځ په همدې ورځ ياد نفت د ۸۹ ټانکرونو له لارې په عراق کې د امريکايي پوځ اډې ته انتقال کړي دي. په خبر کې ليکل شوی، چې امريکايي پوځ د اګست په ۱۱مه نېټه هم له ورته لارې له سوريې څخه د ۱۴۴ ټانکرونو نفت په عراق کې مېشتو خپلو پوځيانو ته وړي دي.
په دې وروستيو کلونو کې د سوريې حکومت څو څو ځلې امريکايي پوځ تورن کړی، چې د دغه هېواد په شمال ختيځ کې په ناقانونه توګه نفت اخيستي او بهر ته يې لېږلي دي.