د بېجينګ د فلمونو دولسم نړيوال فېستيوال پرانيستل شو
CMG2022/08/14 15:12:59
شريکول:


د بېجينګ د فلمونو دولسم نړيوال فېستيوال د اګست په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال، د چين مېډيا ګروپ مشر او د دغه فېستيوال د انتظامي کميټې رئيس شن های شيونګ په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه او ويې ويل، چې په چين کې د ګلوبال فلمونو تر عنوان لاندې لومړی پارک چې د بېجينګ ګلوبال فلمونو باغ په نوم يادېږي، د چين د فلمي چارو د ورخلاصون يوه نښه ګرځېدلې ده. د چين مېډيا ګروپ اوس په بېجينګ، شانګهای، چانګ چون ښارونو او های نان ټاپو کې د فلمونو نړيوال فېستيوال جوړوي، چې ټول خپله شخصي ځانګړتيا لري.

د دغه فېستيوال په موده کې به غوره فلمونه وټاکل شي او ورته به (تيان تان) جايزه ورکړل شي. ۱۴۵۰ فلمونه د دې جايزې د ګټلو لپاره په سيالۍ کې ګډون کوي، چې ۱۱۹۳ يې د ۸۸ هېوادونو او سيمو لخوا جوړ شوي دي.