د اوبو لګولو په پروژو کې د چين پانګونې زیاتې شوي
CMG2022/08/14 14:54:34
شريکول:

د چين د اوبو لګولو وزارت د شميرنې له مخې، د روان کال له پيله راپدې خوا د اوبو لګولو بنسټيزو تاسیساتو ابادۍ مهم پرمختګ کړی دی.

شمېرنه ښيي، چې د روان کال د جولای تر پايه پورې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو په پروژو کې د پانګونې اندازه ۵۶۷ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۱ اعشاريه ۴ سلنه زياته شوې، دغه راز د اوبو لګولو د نويو لويو پروژو شمېر ۲۵ شودل شوی، د اوبو لګولو ۳۱زره او ۸۰۰ پروژې د ابادۍ په حال کې دي، چې د پانګونې اندازه يې ۱۷۰۰ميليارډو يوانو ته رسېدلې ده.