بريتانوي سندرغاړی: جو بايډن پر نړۍ واکمني نه شي کولی
CMG2022/08/14 15:08:00
شريکول:

د بريتانيا مشهور سندرغاړي روګير واټيرس د اګست په ۱۲مه نېټه د ارټي له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن پر نړۍ واکمني نه شي کولی، ځکه هغه دغه توان نه لري او دا يو خيال او جنون دی.

واټيرس دغه راز ويلي، لويديځ د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له پای ته رسولو سره علاقه نه لري او هغوی به دې جګړې ته تر هغه وخته دوام ورکړي، چې وروستی اوکراينی جګړې ته ور ودانګي. د ده په اند دغه جګړه د جو بايډن او ناټو په کنټرول کې ده، ځکه چې امريکا او ناټو اوکراين ته د ميليارډونو ډالرو په ارزښت وسلې لېږلې دي.

نوموړي د چين تايوان سيمې ته د امریکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي د سفر په هکله وويل، چې نانسي پيلوسي د امريکا او چين ترمنځ پر شویو تړونونو سترګې پټې کړې او تايوان ته يې سفر وکړ. امريکايي سياستوال غواړي، چې پر نړۍ واکمني وکړي او دا د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو ډېره خطرناکه برخه ده.