يو شمېر نړیوالو سازمانونو پدې وروستيو يوځل بيا څرګنده کړې، چې دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۲۷۵۸م پرېکړه ليک رعايتوي او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي.
د کډوالو نړيوال سازمان په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي ته ويلي چې دوی د يو چين پېژندنې اصل منلو ته ژمن دي او دغه ژمنه يې له چين سره د اړيکو ټينګ بنسټ بللی دی.
د جنوبي مرکز اجرائيوي رئيس کارلوس کورېا ويلي، دوی د نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د حکومتونو د یوه سازمان په توګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۲۷۵۸م پرېکړه ليک رعايتوي او پدې باور دی، چې د چين په ګډون د ټولو هېوادونو حکومتونه د خپلو هېوادونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو حق لري.
د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ هم د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی دی.
د ۱۹۷۱م کال د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د ملګرو ملتونو په ۲۶مه عمومي اسامبله کې ۲۷۵۸م پرېکړه ليک د رايو په اکثريت تصويب شو، چې له مخې يې په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوریت ټول حقونه دغه هېواد ته بېرته ورکړل شوي او پېژندل شوي، چې د حکومت استازي يې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد يوازينی قانوني استازي دي.