د افغانستان سرپرست حکومت له ګاونډيو هېوادونو غوښتنه کوي چې د کډوالو مسئلې حلولو لپاره همکارۍ پياوړې کړي.
CMG2022/08/14 19:37:27
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد  ارسلا خان خروټي د ترکيې، ايران او پاکستان په شمول له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه کړی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د دغه هېواد د کډوالو مسئلې حل کړي.

نوموړي په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې وویل چې دافغانستان سرپرست حکومت به راتلونکې اوونۍ ترکيې ته يوه کاري ډله ورولېږي او په دغه هېواد کې به د افغان کډوالو په هکله د یاد هېواد له اړوندو خواوو سره بحث وکړي.

په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په موده کې ډېر شمېر افغانان له بېلا بېلو لارو ترکيې، ايران او نورو هېوادونو ته کډه شوي او د یادو کډوالو اکثريت تر اوسه په دغو هېوادونو کې قانوني حيثيت نه دی تر لاسه کړی.