د یو چین پېژندنې اصل نړیواله نظریه ده
CMG2022/08/15 14:13:27
شريکول:

د امریکې، استرالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو د اګست په ۵مه نېټه تر درې اړخیزو ستراتيژيکو خبرو اترو وروسته په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې د یو چین پېژندنې په اړه يې خپله پاليسي نه ده بدله کړې، خو د یو چین پېژندنې په پاليسۍ پسې يې يو ترکيبي وروستاړی(( په مناسب وخت کې)) هم تړلی دی.

د يادونې ده، چې د اوو هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې لوړپوړو استازو هم تېره اوونۍ په يوې ګډې اعلامیې کې دغه څرګندونه ياده کړې وه.

ملګرو ملتونو د ۱۹۷۱م کال عمومي اسمبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه ليک کې د يو چين پېژندنې اصل منلی او د نړيوالي ټولنې ګډه نظريه او د نړیوالو اړیکو بنسټيز اصل ګرځېدلی دی او هم له نورو هېوادونو سره د چین د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو سیاسي بنسټ دی.

ځیني هېوادونه ولې دغه اصل په مناسب وخت پسې تړي؟

 داسې ښکاري، چې د امریکې په مشرۍ لوېديځ هېوادونه د زورواکۍ په څلي ناست دي او د چين ملي حاکميت ته درناوی نه کوي.

د امريکې د تيري او زورواکۍ ساري ډېر زيات دي، چې څو یې دلته یادوم.

امريکې پر عراق، سوریې او افغانستان مستقیم پوځي بريدونه وکړل او د دغو هېوادونو خلک يې ډېر سخت زیانمن کړل او بله خوا یې ډېر هېوادونه د يو اړخيزو بنديزونو ښکار ګرځولي او د دوی د اقتصاد او ټولنې پرمختګ يې له ډېرو ګواښونو او ننګونو سره مخ کړی دی.

نیویارک ټایمز په یوې لیکنې کې ويلي، که په ۲۱مې پېړۍ کې کوم هېواد د نړۍ د تسلط لټه کوي او نور هیوادونه مجبوروي او مقررات او نظامونه يې ورته سپکوي او ماتوي، هغه به امريکا وي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي د چين له احتجاج سره سره د روانې میاشتې په ۲مې او ۳مې نېټې تایوان ته سفر وکړ.

د نړۍ څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د پېلوسي دغه کړنه غندلې او د یو چین د پېژندنې پر اصل يې بیا ټینګار او د چین له حاکمیت او خاورې بشپړتیا يې ټينګ ملاتړ څرګند کړی دی.

 د ملګرو ملتونو د سیکريټرانو ادارې په يوه سند کې تایوان د چین یو ولایت بللی او ويلي يې دي، چې تایوان په نړيواله کچه خپلواک مقام نه لري.

چین په دې وروستیو کې د پېلوسي د ياد لمسوونکي سفر پر وړاندې یو لړ ځوابي تدبیرونه نیولي او جدي خبرداری يې ورکړی دی. د چین د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر او نشراتو ادارې د اګست په ۱۰مه نېټه ((د تایوان مسئله او په نوې زمانې کې د چین د یووالي چارې )) په نوم سپین کتاب خپور کړی او یو ځل بیا یې دا واقعیت پکې په ډاګه کړی، چې تایوان د چین د خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه ده او د خپل هېواد د یووالي په پار يې پکې د چین د کمونېست ګوند او چینایانو ټينګه اراده بیا څرګنده کړې ده.

امریکې نانسي پېلوسي ته اجازه ورکړې، چې تایوان ته سفر وکړي او داسې ښکاري، چې پټه لوبه یې روانه کړې او د یو چین د پېژندنې اصل او سره کرښه يې چېلنج کړي دي.

د امريکې دغه شان ناسمې کړنې به خامخا د چین په شمول د نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سره مخ کيږي او د واشینګټن نړیوال باور به نور هم ټيټيږي.