د مصر په يوې کليسا کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ تنه مړه شوي
CMG2022/08/15 14:22:23
شريکول:

د مصر روغتيا وزارت د اګست په ۱۴مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د پلازمينې قاهرې څنګلوري جيزا ايالت په يوې کلیسا کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ تنه مړه شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، چې د مصر روغتيا وزارت د پېښې ځای ته ۳۷ امبولانسونه ليږلي او ژغورونکو ډلو د اور وژنې هڅې کړې دي.

د مصر د کورنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اورلګېدنه د کليسا د الکترونيکي يا برېښنايي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر سوځېدلو او مړو شويو کسانو خواشيني څرګنده کړې ده.

(مينه)