روسيې له امريکا سره د بنديانو د تبادلې لپاره چمتوالی نیولی
CMG2022/08/15 10:58:28
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اګست په ۱۴مه نېټه په يوې مرکې کې ويلي، چې هېواد يې له امريکا سره د بنديانو د تبادلې په اړه مسلکي ډيالوګ لپاره چمتوالی نيولی او غواړي په سمې لارې دا چاره ترسره کړي.

نوموړې د سږ کال تر پایه مخکې، له امريکې سره د روسيې د سوداګرو د تبادلې په اړه ويلي، چې مسلکي ډلو ته اړتيا شته، چې د بنديانو د تبادلې په اړه ډيالوګ او خبرې اترې وکړي او روسيې ورته پوره چمتوالی نيولی دی.

ماريا زاخاروا هيله ښودلې، چې امريکا سياسي دسيسې جوړې نه کړي او رغنده خبرو ته تیاری ونيسي.

 (مينه)