په شي ان کې د ورېښمو لارې شپږم نړيوال نندارتون پرانيستل شو
CMG2022/08/15 14:14:18
شريکول:

د ورېښمو لارې شپږم نړيوال نندارتون او د چين د ختيځو او لويديځو سيمو د همکاريو او پانګونو غونډه د اګست په ۱۴مه نېټه د شاان شي ولايت په مرکز شي ان ښار کې پرانيستل شول.

د نوموړي نندارتون او غونډې په انلاين او حضوري فعاليتونو کې به د کوريا جمهوريت، تايلنډ او سينګاپور په شمول د څه باندې ۷۰ هېوادونو او سيمو مېلمانه او سوداګر او د چين د ۲۰ ولايتونو تجاران ګډون ولري، دوی به د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي او د نړيوالو همکاريو له فرصتونو څخه به ګټې واخلي.

د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير لي فې د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد له وړاندې کېدو ۹ کاله تېر شوي او د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د مالونو د سوداګرۍ اندازه ۱۱ ټریلیونو امريکايي ډالرو ته نژدې شوې ده.

چين د ۲۰۲۱م کال تر پايه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو ۲۴ پرتو هېوادونو کې د اقتصاد او سوداګرۍ ۷۹ همکاريزې سيمې جوړې کړي او ۴۳ ميليارډه امريکايي ډالره پانګونې يې پکې کړي او د ۳۴۶ زرو ځايي وګړو لپاره يې کاري فرصتونه او دندې برابرې کړې دي.