د سوريې پوځ: د اسرائيل د توغندیزو بريدونو له امله يې ۳ سرتيري وژل شوي
CMG2022/08/15 15:16:45
شريکول:

د سوريې پوځ د اګست په ۱۴مه نېټه يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په شپه د لبنان د پلازمينې له جنوب ـ لويديځي څخه د دغه هېواد دمشق پر کليوالو سيمو توغنديو بريدونه کړي او ډېر يې پر تارتوس سيمې لګيدلي دي.

اعلاميه وايي، چې د سوريې د هوا ضد سيسټم د اسرائيل له لوري توغول شوي ځيني توغندي په هوا کې شنډ کړي دي.

د اسرائيلي ځواکونو په دغو توغنديزو بريدونو کې د سوريې د پوځ ۳ سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او ځيني تاسيسات  ويجاړ شوي دي.

په اعلاميې کې نه دي ويل شوي، چې ټپيان شوي کسان ملکي وګړي او که د سوریې پوځيان دي.

د اسرائيل پوځ تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

(مينه)